IQNA

د ایران او افغانستان ترمینځ دې  د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي

16:37 - May 20, 2023
د خبر لمبر: 3487364
ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي  له ایرنا سره په خبرو کې ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان  دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی  او دافغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو  په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه  وې ،نو د ایران حق ورکوي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی  جمهوریت دکورنیو چارو وزیر ټينګار وکړ، د ایران او افغانستان ترمینځ د اوبو موضوع باید په تفاهم  او مشورو سره حل شي.

د هیرمن تړون په اساس  چې په ۱۹۷۲کال کې د ایران او افغانستان د وخت  چارواکو په وسیله لاسلیک شوې ده ،، د هیرمن سین د له اوبو څخه د ایران ونډه  په کال کې اته سوه شل  میلیون مکعب میټره  چې په ثانیې کې   کابو شپږویشت مکعب میټره کیږي ،  البته  په مختلفو میاشتو او موسمونو کې  فرق کوي.اوس د ایران حکومت  تمه لری څو د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې د افغانستان  طالبان هم په دې باب خپلو ژمنو  او  وعدو ته پابنده ووسي او  له  دې زیات  دې  دخپلو ګاونډیانو په وړاندې ځان غیر مسئوله   نه بریښوي.

داپه داسې حال کې دی چې د افغانستان د طالبانو حکومت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي و طالبان یو ځل بیا ژمنه کوي،چې د هیرمند د اوبو د موافقې په نظر کې په نیولو  کې خپلې ټوله هڅې کاروي چې وعده ورکړل شوي اوبه  دایران ولس ته ورسیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان  دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی  او دافغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو  په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه  وې ،نو د ایران حق ورکوي.  

 په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي  هم وئيلي دي ،که ثابته شي ، په ډیم کې اوبه شته او طالبان  دایران حقابه نه ورکويو نو دوي باید ځواب ووائي. هغه زیاته ک ړې ده  ایران  له بل هر یوه هیواده لازیات د افغانستان د ولس خدمت کړی دی او بیا هم دغو خدمتونو ته دوام ورکوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133132

captcha